IQNA

د عراق د ناصریه په امام حسین روغتون کې په اور پسې درې ورځې ویر اعلان شوی

21:08 - July 13, 2021
د خبر لمبر: 3484425
تهران(ایکنا) -د زیقار والی ددغو قربانیانو د روح په احترام کې درې ورځې ویر او عمومي چټي اعلان کړې او د عراق لومړي وزیر هم ددغې پيښې د قربانیانو په شهید بللو سره دردست هیواد لپاره عمومي ویر اعلان کړی دی .

ایکنا خبری آژانس د عراقي سرچینو له قوله راپور راکړی ، د عراق په زیقار ولایت کې  له کرونائي ناروغانو سره  په اړونده امام حسین روغتون کې په ستر اورلګیدو پسې  شپیته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په لسګونو نور هم ټپیان شوي دي .

د زیقار والی   ددغو قربانیانو د روح په احترام کې  درې ورځې ویر او عمومي چټي اعلان کړې  او د  عراق لومړي وزیر هم  ددغې پيښې د قربانیانو په شهید  بللو سره  دردست هیواد لپاره   عمومي ویر اعلان کړی دی .

 دعراق  ولسمشر برهم صالح هم  ددغې پيښې په غبرګون کې د ناصریه د امام حسین روغتون دغه پيښه  ستره غمیزه بللې  او  دا ئې د متولیانو د ناسم مدیریّت  او پر اورګانونو د واکمن فساد نتیجه بللې ده .

 هغه ددغې پيښې دعاملانو د سملاسی پيژندنې  او دپيښې دڅيړنې غوښتنه کړې او  دپیښې   د قربانیانو له کورنیو سره ئې  غم رازي ښکاره کړې  او قضایه قوې ئې ته فرمان صادر کړی څو په دې پيښې دې ارزونې وکړي او ورته دې راپور هم وړاندې کړي .

دعراق د پارلیمان  مشر محمد الحلبوسي هم  ددغې پيښې په غبرګون کې وئيلي دي ،د امام حسین په روغتون کې د اورغمیزه  دناسم مدیریّت یوه ښکاره نښه ده او  د عراقیانو دژوند په ساتنې کې ناکامي د زغملو وړ نه ده ، اوس وخت رارسیدلی  چې  ددغه ډول بوږنونکو  ناکامیو دوران ختم شي .

3983715

captcha