IQNA

طالبان وائي داعش دمونږ او درستو اسلامی هیوادونو دښمن دی

21:14 - July 13, 2021
د خبر لمبر: 3484426
تهران(ایکنا) -د طالبانو ډلې یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،داعش ډله دمونږ دښمنه ډله ده او درست اسلامی هیوادونه ددغې ډلې مخالف دي

ایکنا خبری آژانس دطلوع نیوز له قوله راپور  راکړ ، د طالبانو دغه ویندوي  وئیلي دي ،د پاکستان په خلاف  د افغانستان  له خاورې د استفادې اجازت نه ورکوو .  هغه زیاته کړې مونږ به هیڅ یوه افغان ښاریز ته کوم تاوان ونه رسوو ،که مجبوره  نه شو ،نو دهیچاپه ضد به هیڅ ډول اقدام ونه کړو .

دذبیح ا... مجاهد په وینا  دپاکستان تحریک طالبان ډله (پي ټي ټي ) دپاکستان داخلی موضوع ده  او مونږ  په دې زمینې کې پر لاسوهنې هیڅ اعتقاد نه لرو ، مونږ نه غواړ و په پاکستان کې ناکراري اوبې ثباتي رامینځةشي  اوڅوک د مونږ د ګاونډي هیواد په ضد  دمونږ له خاورې استفاده وکړي .

 دطالبانو ډلې دغه ویندوي وئیلي ، پاکستان زمونږ  مسلمان ورور  هیواد او دوهم کور دی .مونږ  ګډ ارزښتونه  لرو او پاکستان د میلیونونو افغانانو کوربه دی ، مونږ  له پاکستان سره دښو  اړیکو غوښتونکي یوو . مونږ   په دوحې کې یو مرکچي ټيم لرو او  هیله مند یوو  خبرې اترې په بریالیتوب سره پاي ته ورسیږي .

د طالبانو ډلې ویندوي  یادونه کړې ،په افغانستان کې دښځو درست شرعي او اقتصادي حقوق ورکول کیږي او د درستو ښاریزو  د هر ډول حقوقو ساتنه کیږي  او د هیچا په حقوقو به چا ته د تیري اجازت ورنکړل شي . مونږ غواړو  دخبرواترو له لارې اسلامی نظام واکمن کړو  او  په زور سره به  کابل ته لاړ نه شو ،حتی  که قدرت مو په لاس کې هم دی ، خو بیا هم خبرواترو ته ترجیح ورکوو .

3983796

 

captcha