سم د اسلامی مذهبونو د تقریب د نړیوالې ټولنې عمومی منشی له یو شمیر افغان عالمانو سره ټیلی فونی خبرې وکړې .
حجت الاسلام والمسلمین حمید شهریاری په دغو خبرو کې چی جلا جلا ترسره شوې ، د افغانستان د اوسنی حالاتو د جاجولو او تعقیبولو په ترڅ کې جوته کړه د افغانستان د کړکیچ یوازنۍ لاره خبرې اترې او د عادلانه سولې لاره ده .
ښاغلی شهریاری همداراز د هیواد په اوسنیو مشکلاتو کې د افغان عالمانو رول ته اشاره وکړه او هیله یې څرګنده کړه چی افغانان د خبرو اترو له لارې وکولې شی د خلکو د راې په اساس ګډې عقلانی حل لارې ته ورسی او له دیموکراسي او د خلکو له نظره په استفادې سره د عالمانو او عالمانو شوراګانو له لوری مشکلات حل کړی .
د افغانستان عالمانو هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې د ښاغلی شهریاری د تیلی فونی او د افغانستان د حالاتو له تعقیبولو د قدرونې په ترڅ کې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د قومونو او ډلو د وحدت غوښتنه وکړه او په اسلامی نړۍ کې یې له تکفیر او اورپکی توب سره د مقابلې په ضرورت ټینګار وکړ .