IQNA

د کویت د:النجاه:خیریه ټولنې د قرآنی علومو د پروژې په نړۍ کې پراخ هرکلی شوی

23:14 - July 24, 2021
د خبر لمبر: 3484456
تهران(ایکنا) -تردې دمه له درستې نړۍ څه د پاسه اویا میلیون کسانو د قرآن کریم دعلومو، ژباړو او تفسیر د پروژې دنرم آوزارونو محصولات کابو دوه میلیون دقیقو پورې آوریدلي دي .

ایکنا خبري آژانس د کویت د الانباء ورځپاڼې  د انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ  د کویت له : النجاه خیریه ټولنې سره د اړونده سوشل میډیا د کمیټې مدیر عبدا... الدوسري  ددیني تبلیغاتو په خپراوي او پراختیا کې  له مجازي فضا څخه   استفادې ته ددغه مرکز اهتمام ته په اشارې سره  ووئيل،تردې دمه  له درستې نړۍ  څه د پاسه  اویا میلیون کسانو د قرآن کریم دعلومو، ژباړو  او تفسیر  د پروژې دنرم آوزارونو محصولات  کابو دوه میلیون دقیقو پورې آوریدلي دي .

د کویت د قرآن دعلومو، تفسیر او ژباړې پروژه،چې په مجازي فضا یا انټرنیټي چینلونو کې افتتاح شوي ، په درستې نړۍ کې د دلچسپي لرونکو له پراخ هرکلي سره  مخ شوې ده .

هغه زیاته کړې ده، ددغې ټولنې د قرآن کریم د ترجمو او علومو په دودونکي پلان کې د محصولاتو دتبادلې اندازه ، تردې دمه   څه دپاسه شپاړس پتابایټ ته رسیدلې   چې په اسلامی نړۍ کې د قرآن کریم د علومو او ژباړو د یوه ترټولو مهم دودونکي آوزار په توګه  ددغې پروژې د غوره رول لوبونې  ښودنه کوي .

عبدا.... الدوسري په دې خبرې په ټينګار سره چې د قرآن  د علومو او ژباړو د دودیدا پلان  ، له اوڅاره نړیوال هرکلي برخمن دی، ووئیل ، دغه پروژه  د انفورماټیک نړیوالې غونډې جایزه ګټونکی هم شوې  چې   د ملګروملتود تعلیمي ،علمي او کلتوري  ادارې یونیسکو له خوا ئې ملاتړ کیږي ، او دا  ئې په ۲۰۱۷ کال کې د ملګروملتو د تل پاتې پراختیا د موخو په لړ کې د الیکټرانیک او توانمنیدا  د محتوا په حوزې کې تر ټولو برلاسه پروژې په توګه  معرفي کړې ده .

داپه داسې حال کې دي چې د قرآن کریم د علومو او ژباړو  د دودیدا پلان ،په ۲۰۱۵ – ۲۰۱۶ کال کې  د الیکټرانیکي  او توانمنیدا د محتوا په زمینې کې دکویټ د الیکټرانیکي جایزې په شپږم پړاؤ کې لومړی ځائيګی هم ګټلی دی .

3985059

captcha