حضرت اما علي النقي علیه السلام په دوه سوه دولسم (۲۱۲) هجري قمري کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږیده او د خپل ګران پلار امام جواد علیه السلام یې لارښونه وکړه او د خپل پلار له رحلته وروسته د اسلامي ټولنې مشرۍ او د امامت چارې پرغاړه واخیستلې .
د حضرت امام علي نقي علیه السلام مشهور لقب «هادي» دی چې معنا یې هدایتونکی دی .
حضرت امام هادي علیه السلام د رښتیوني اسلام د معرفي کولو لپاره ډيره هڅه وکړه او د بیلابیلو عقیدتي ، فکري او د ټولنیزو مسائیلو په هکله د مختلفو غونډو د ترسره کولو سره یې مطرح شویو پوښتنو او شکونو ته ځوابونه ورکړل .
د علم او د ادب ګڼ شمیر لویان د حضرت امام علي النقي علیه السلام ګیر چاپیر راغونډیدل او دهغه حضرت له ستر علم څخه یې ګټه پورته کوله .
د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د حضرت امام علي نقي علیه السلام د نیمکرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د اهل بیت علیه السلام ټولو دوستانو او مینه والو ته مبارکي وايي .