IQNA

د ایران په امیر کبیر صنعتي پوهنتون کې دافغان محصیلینو لپاره ځانګړي شرائط په نظر کې نیول شوي

22:06 - September 01, 2021
د خبر لمبر: 3484580
تهران(ایکنا) -د تهران امیر کبیر صنعتي پوهنتون د نړیوالو او علمي ملګرتیاؤ مدیریّت دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلي دي ، دافغانستان محصیلین په دغه پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي .

د ایران په امیر کبیر صنعتي پوهنتون کې  دافغان محصیلینو  لپاره ځانګړي شرائط  په نظر کې نیول شويایکنا خبری اژانس د امیر کبیر د اطلاعاتي دفتر د خبرتیا له قوله راپور راکړ، ددغې اعلامیې په اساس ،د افغانستان اوسنیو شرائطو ته په پام سره ، په وروستیو شپو ورځو کې دامیر کبیر صنعتي پوهنتون له خپلو افغانستاني ګاونډیانو څخه په ملاتړ کې پخپل رسالت دعمل لپاره په افغانستان کې په زده کړو بوختو د هغو محصیلینو د زده کړې د دوام لپاره چې په میر کبیر صنعتي پوهنتون کې دخپلو درسونو د دوام نیّت لري ، ځانګړي شرائط په نظر کې نیولي دي .
په دغې خبرتیا کې راغلي دي ، دغه آسانتیاوې د درسونو د تطبیق دامکان په دوو حوزو کې چې د پوهنځي د زده کړې د ډلې د لومړیتوب له پلوه د امیر کبیر د صنعتي پوهنتون له درسونو سره سمون وخوري او همداراز افغانستانیو محصیلینوته ځانګړي سکالر شپ هم ورکوي .
د یزد د میډیکل علومو دپوهنتون مشر محمد رضا میرجلیلي م ووئيل ، چې د افغانستان شل غوره محصیلین د یزد دنړیوال پردیس پوهنځي کې منل شوي دي .هغه وئيلي دي ، د هیواد دغوره شخصیتونو دمرکز او د ایران او افغانستان دسفیرانو په ملګرتیا سره ، هغه محصلین چې د افغانستان علمي غوره کسان دي ، د بورسیې او سکالر شپ له لارې منل شوي دي .

https://www.mehrnews.com/news/52944304

captcha