IQNA

د ایران نړیوالو سیالیو ته د لیږلو لپاره د ټول قرآن د ۱۲حافظانو ترمینځ سیالي شوي

16:36 - September 05, 2021
د خبر لمبر: 3484593
تهران (ایکنا)- د قرآن نړیوالو سیالیو ته د لیږدولو لپاره د ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې انتخابی آزموینه د ۱۳۹۸لمریز کال او د ۱۳۹۹لمریز کال کې د قرآن کریم دعمومي سیالیو دغوره دولسو حافظانو په شتون سره نن ترسره شوه او ددغه امتحان د نتیجو په اساس،په ۱۴۰۰لمریز کال کې د قرآن نړیوالو سیالیو ته د ایران دلیږونکي استازي معرفي کیږي .

 ایکنا خبری آژانس راپور راکړ د قرآن کریم  نړیوالو سیالیو ته د لیږد لپاره د ټول قرآن کریم د حفظ د څانګې د ټاکنې امتحان نن سهار د خیریه چارو او اوقافو د ادارې  د قرآني چارو  په مرکز کې پیل شوې او تر ماښام پورې پاي ته رسیږي .

په دغه امتحان کې د حفظ په څانګې کې معتز آقائي او امیر آقائي ،د غږ په څانګې کې محمد عباسي،د وقف اوابتدا په څانګې کې ،حسین اخوان اقدم، د لهجې  په برخې کې محسن یار احمدي  او د تجوید په برخې کې د جمعې امام عباس د ژیوري پلاوي په توګه موجود دي همداراز ددغه امتحان د ژیوري پلاوي یا د قضاؤت کونې  څارونکی هم  محمد مهدي بحرالعلوم دی .

په دغه امتحان کې چې په ژوندۍ ویډیوئي کنفرانس په بڼه ترسره کیږي،دولس غوره کسان برخه اخلي،دا هغه کسان دي چې په ۱۳۹۸ او ۱۳۹۹ لمریز کلونوکې د قرآن کریم په عمومي سیالیو کې غوره شوي  دي .  

ددغه راپور په اساس ،  په د غه امتحان کې  حاضر کسان د تهران ولایت  د اوقافو او خیریه چاروپه ادارې کې د شتون له لارې  په امتحان کې ګډون  کوي . همدرااز دتهران ولایت استازي  هم  په دغه مرکز کې په شتون سره  پکې  شتون لري .

https://iqna.ir/fa/news/3995256

captcha