IQNA

عراق د اربعیّن په دستورو کې د ګډون لپاره محدودو بهرنیو زیارتوالوته اجازت ورکړ

18:12 - September 06, 2021
د خبر لمبر: 3484595
تهران (ایکنا)-دعراق حکومت پرون ناوخته  دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي د حضرت امام حسین علیه السلام د   اربعیّن په دستورو کې د ګډون لپاره  د ایران  دیرش زره زیارتوال او  د عربو او  نورو هیوادونو  لس زره زیارتوال  عراق ته ورتللی شي .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ،د عراق دحکومت په دغې اعلامیې کې  وئيل شوي دي ، دعراق  د روغتیائي چارو لوړې کمیټې   پرون د لومړي وزیر  مصطفی الکاظمي په مشرۍ یوه غونډه جوړه کړې  او وټاکل شوه  دغه شمیر   دعراق دنړیوال هوائي ډګرونو له لارې  دغه هیواد ته وارد شي  او دغه هیواد ته له واردیدوتر۷۲ ساعته مخکې پورې  حتما ورسره دکرونا منفي ټسټ یا پي سي آر  ګواهي ورسره وي .

 دایران  اسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت او سفارت له لارې عراق ته وړاندیز کړی ؤ چې  د اربعیّن  په دستورو کې دې د ګډون لپاره  دایرانیو زیارتوالو ته   اجازت ورکړي .مل 

د ایران د اربعین کمیټې  منشي ذوالفقاری هم وئيلي دي دعراق د حکومت د فیصلې په اساس باید پ روغتیایی پروټوکولونو بشپړ عمل وشي  او پکار ده پ بشپړ ډول کانون رایت شی 

https://iqna.ir/fa/news/3995605

captcha