ایکنا خبری اژانس د الدستور له قوله راپور راکړ، دصهیونیسټ میشته ښارګوټو په لسګونو اوسیدونکو نن سهار د اسرائیلي پوځيانو په حفاظت
د قدس ښآر د اسلامی اوقافو د ا ارې د خبرتیا په اساس، دښارګوټو کابو یو سل څلویښت صهیونیسټان نن د اباب المغاربه له لورې چې داسرائيلي عسکرو تر سلطې لاندې دی ، الاقصی جومات ته وارد شول او دجومات په صحن کې ئې ګزمې وکړې چې د مسلمانو لمونځ کونکو له غوسې او اعتراض سره مخ شول .
د عیني شاهدانو په وینا، دغو صهیونیسټانو هڅه وکړه ، د صخره جومات د صحن په وړاندې خپل دیني مراسم ترسه کړي چې داسلامی اوقافو د ادارې او د مسلمانو لومون ګوزارو په مداخلت سره له مقاومت سره مخ شول او د فلسطینیانو او دوي ترمینځ سخت تاؤتریخوالی رامینځة شو .
صهیونیسټ رژيم له ۲۰۰۳کال څخه دښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو ته دالاقصی جومات په حدودو د یرغلونو اجازت ورکړی دی .په یوه ویډیو کې دالاقصی جومات په انګڼ کې د ښارګوټو د اوسیدونکو صهیونیسټانو ګزمې د صهونیسټي عسکرو په شتون کې لیدل کیږي .