IQNA

په کویت کې د نابیناؤ لپاره په بریل خط د قرآن کریم دیرش جزوې چاپ شوې

17:17 - September 08, 2021
د خبر لمبر: 3484604
تهران(ایکنا) -په کویت کې د نبوي سنت او د قرآن کریم د چاپ اوخپرونې ټولنې ددغه هیواد دنابینایانو لپاره په بریل خط دقرآن کریم د دیرش جزؤ یا سپارو د چاپولو خبر ورکړی دی .

ایکنا خبری اژانس د الوطن له قوله  راپورراکړ  د کویت د نبوي سنت او د قرآن کریم د چاپ او خپرونې ټولنې  ویندوي مبارک الحیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل   د کویت د نابینایانو د مرکز په ملګرتیا سره ئې ددغه هیواد د نابینایانو  لپاره  «جزء عمّ» په عنوان سره  دقرآن کریم   دیرش جزوې چاپ کړي دي .

هغه زیاته کړې ده ،  ددغه مصحف چاپ  د هغو منشوراتو ټولګه ده چې   د نابیانیانو د ټولنې پشمول  دمدني ټولنې  د انجمنونو   د یوې ډلې په ملګرتیا سره ترسره شوې  ده .

الحیان  ټينګار کړی دی ،دغه انجمن نیّت لري ،  د په راتلونکي پړاؤ کې  او د انجمن د راتلونکي لرلید په اجرا کې  دکتابونو یوه بله ټولګه هم  د خداي د کتاب  او د  پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص)  دسنت  دخدمت په موخې سره  خپره کړي .  

https://iqna.ir/fa/news/3995971

captcha