ایکنا خبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ د افغانستان طالبانو ددغه هیواد په پلازمینې کابل کښې په داسې حال کې چې نن د دغه هیواد ملی اتل احمد شاه مسعود دشهادت شلمه کلیزه ده ، د خپلو امنیتي ځواکونو شمیر زیات کړی او د دوي امنیتي ماموران په کابل کښې د خلکو په تیره بیا د موټرسایکل چلونکو تلاشۍ اخلي
راپور ښئ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په دې وروستیو کښې په هیواد کښې د هر ډول مظاهرو او لاریونونو په ترسره کولو بندیز لګولی دی.
په شیرِ پنجشیر مشهور احمد شاه مسعود پخوا د افغانستان دفاع وزیر و چې په ۲۰۰۱ کال کښې یې د دغه هیواد په شمال کښې د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومنداني کوله. احمد شاه مسعود په امریکا کښې د ستمبر د یولسمې له پیښې دوه ورځې مخکښې په تخار ولایت کښې په القاعدې پورې د اړوندو کسانو په ځانمرګي برید کښې شهید شوی و.
داپه داسې حال کې دي چې نن سبا د احمد شاه مسعود زوې احمد مسعود د طالبانو د مخالفو ځواکونو قومنداني په غاړه لري او د افغانستان په پنجشیر ولایت کښې له دغې ډلې سره جنګیږي.