IQNA

د اسلامی نړۍ دقرآنی ریډیوګانو سیمنار ترسره کیږي

16:24 - September 13, 2021
د خبر لمبر: 3484619
تهران (ایکنا)-  داسلامی ریډیو ګانو  د ټولنې مشر  او شیخ الازهر  په قاهرې کې  سره په کتنې کې  موافقه کړې  چې د اسلامی هیوادونو د قرآني ریډیوګانو سیمنار د ۲۰۲۲کال په فرورۍ کې ترسره کړي .

ایکناخبري آژانس  د الیوم السابع له قوله راپور راکړ ، شیخ الازهر احمد الطیب، پرون  د  اسلامی ریډیوګانو د ټولنې د مشر عمرو اللیثی  او ورسره  د پلاوي کوربه ؤ

 په دغې کتنې کې  دو اړو لورو په درستو دیني او رسندوئي فعالیتونو کې د ملګرتیا او ارتباط د زیاتولو په باب  چې  عمومی مسلمانانو ته  له دینه د یوه سم درک فرصت ورکوي  او همداراز د الازهر  د اورګانونو او  پوهنتون  له تجروبې  د استفادې  په باب ئې خبرې اترې وکړې .

په دوام کې  د ۲۰۲۲کال په فرورۍ کې  د اسلامی ریډیوګانو د ټولنې د مشارکت  او د الازهر په څارنې سره  د قرآن کریم دریډیو ګانو د مشرانو دسیمنار دترسره کیدا په باب   ئې موافقه کړې ده .

 د اسلامی ریډیو ګانو د ټولنې مشر  همداراز له شیخ الازهر سره  موافقه وکړه چې  احمد الطیب ، ددینی او رسندوئی پیغامونو یوه ټولګه وړاندې کړي څو  د اسلامی ریډیو ګانو په ټولنې کې  په فعالو ریډیو ګانو او چینلونو کې  خپره شي .

 شیخ الازهر  هم په دې کتنې کې  د الازهر دښونې   روزنې په مرکز کې د اسلامی ریدیو ګانو د ټونلې درسیندوئي عملې  لپاره د زده کړې د پړاؤنو  له ترسره کیدا سره موافقه وکړه او همداراز وټاکل شوه  الازهر ،  د ټولنې په ریډیوګانو او چینلونو کې  ددیني پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره  په مختلفو ژبو دمسلطو مبلغانو یو ټیم معرفي کړي .   

  . https://iqna.ir/fa/news/3997112

captcha