IQNA

د افغانستان د شیعیانو پر حقوقو دې سترګې پټې نه شي

17:26 - September 14, 2021
د خبر لمبر: 3484628
تهران (ایکنا)د افغانستان د بلخ ولایت د شیعه علماو شورا په کوربتوب نن د مزارشریف ښار په سلطانیه علمیه حوزې کښې د روانونو بدلونونو په ارتباط د ګڼ شمیر علماو ، قومي مشرانو ، طلباو ، محصیلینو او د ښځو په ګډون سره ستره غونډه ترسره شوه .

ایکنا خبری آژانس د آوا له قوله راپور راکړ ، دافغانستان  د بلخ ولایت د شیعه عالمانو د شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني د حضرت امام علي علیه السلام په قول  په استناد سره وویل ښه او عاقلانه مشرۍ به دوام ولري او د خلکو په زړونو کښې ځاې پيداکوي  او هر حکومت یو پړاو لري او هیله ده د  طالبانو حکومت د خلکو په ګټه ووسي .

حجت الاسلام بیاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې حکومتونه په ظلم او استبدادونو سره نه شي پاتیکیدلی وویل شیعه مسلمانان د بلخ ولایت نیمه آبادي جوړوي او باید د مرکزي او د ځايي حکومتونو په جوړولو کښې ونډه ولري او د خلکو په حق باید  سترګې پټې نشي څو   ټول خلک      ځانونه په حکومت کښې شامل وګڼئ شي

دافغانستان د  بلخ ولایت د شیعه علماو شورا مشر حجت الاسلام حسین علي بیاني د خپلې وینا په بلې برخې کښې په مزارشریف ښار کښې له علماو او سپین روبو سره له غږملتیا پرته د طالبانو خپل سره اقداماتو ته په اشارې سره وویل په بلخ ولایت کښې د طالبانو د تحریک لخوا د شپې په وخت د کورونو تلاشۍ اخیستل د منلو وړ کار نه دی او مونږ د عدالت ، امنیت او د نظم د ټینګولو او د مجرمینو د نیولو لپاره ملګرتیا کوو او طالبان باید د کورونو د  تلاشۍ له  اخیستلو ډډه وکړي .

په دغه سترې غونډې کښې ګډون کونکو په پاې کښې اته (۸)ماده ییزه پریکړه لیک خپور  او تصویب کړ او په طالبانو یې غږ وکړ چې د ټولو ښاریزو حقوقو ته پام وکړي او په ټول شموله حکومت کښې دې د  افغانستان شیعه مسلمانانو ته هم د پام وړ ونډه ورکړي .

https://avapress.com/fa/239663/% 

 

 

captcha