IQNA

په نړیوالو ډګرونو کې د ویاړمنواتلانوترټولومهم پيغام امید،انګیزه اومقاومت دی

22:03 - September 18, 2021
د خبر لمبر: 3484648
تهران (ایکنا)د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  ووئیل ،  د ایرانیو میرمنو لوبغاړو ستر او حجاب ، د اسلامی هیوادونو ښځينه ورزشکارانو لپاره هم لاره هواره کړې ده

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ،د اسلامی انقلاب  معظم لارښود وفرمائيل،  د ایرانیو میرمنو لوبغاړو ستر او حجاب ، د اسلامی هیوادونو ښځينه ورزشکارانو لپاره هم لاره هواره کړې ده ، داسې چې  اوس دڅه دپاسه لسو اسلامی هیوادونو  ورزشکارې میرمنې  د ستر او حجاب په رعایتولو سره  په سپورټي ډګرونو کې شتون پيدا کوي

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن سهار دټوکیو  د  اولمپیک او پاراالمپيک  لوبو   دمیډالونو ګټونکو   لوبغاړو سره په کتنې کې ، د ایران د اتلانو  په صمیمانه قدرونې سره وفرمائیل ؛ په نړیوالو ډګرونو کې  دهیواد تر ټولو ویاړمنو  لوبغاړو خورا مهم پیغام ، د نه ظاهریدونکو کارونو تحقق  او ځوانانو او ټولنې ته د مقاومت ، امید او تاندوالی پيغام دی . 

حضرت آ يت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې  دنړۍ په سپورټ کې د ناسالمو میډال راوړونکو  او اتلانو بیلګو ته په اشارې سره  زیاته کړې ، پر بې انصافیو، بډو رشوتونو ،له سیاسی نفوذ او طاقت ورکونکو موادو څخه پر استفادې سربیره ، د وطن  او ځان خرڅونې  پّ وسیله د میډال ګټل هم  د ناسالمې اتلوالۍ  ځيني نمونې دي .

 حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  د  اتلوالۍ تر څنګ د انساني ، دیني او معنوي ارزښتونو  ځلا ډيره ارزښتمنه بللې او دغه راز ئې په اولمپیک او پاراالمپیک سیالیو کې  ددغو موردونو  بیلګو ته په اشارې سره  وفرمائیل ؛ په دغو سیالیو کې ایرانیو   ورزشکارو میرمنو ثابته کړه چې اسلامی حجاب  د ورزش په ډګر کې  دځلیدا خنډ  نه دي ، هماغه ډول  چې داموضوع  ئې د سیاست او علم  او مدیریّت په ډګرونو کې  هم  ثابته کړې ده . 

 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  ووئیل ،  د ایرانیو میرمنو لوبغاړو ستر او حجاب ، د اسلامی هیوادونو ښځينه ورزشکارانو لپاره هم لاره هواره کړې ده ، داسې چې  اوس دڅه دپاسه لسو اسلامی هیوادونو  ورزشکارې میرمنې  د ستر او حجاب په رعایتولو سره  په سپورټي ډګرونو کې شتون پيدا کوي .

  حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي  په سپورټي ډګرونو کې  د صهیونیسټ جنایتکارو رژيم د په رسمیّت پيژندنې موضوع یوه ډيره مهمه موضوع وبلله او وې فرمائیل ؛،تورزړي ،نسل وژونکي او ناروا صهیونیسټي  رژيم   هڅه کوي ، په نړیوالو سپورټي ډګرونو کې  په شتون سره دځان لپاره    رواوالی ترلاسه کړي  او نړیوال مستکبران  هم ورسره مرسته کوي ، خو  سپورټي  مسئولان او لوبغاړي باید  په دې حوزې کې  هیڅکله هم منفعل نه شي 

https://iqna.ir/fa/news/3998127/ 

captcha