ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرسید ابراهیم ریئسي نن سهار له خپل تاجیکستاني همڅنګ سره له لیدوکاتو وروسته په خبري کنفرانس کې دسیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټينګار سره ووئیل ، له نیکه مرغه د افغانستان په نسبت دمونږ نظرونه سره نزدې دي او هردواړه هیوادونه یعني ایران او تاجیکستان باؤري دي،د پرَدیو لاسوهنې په دغه هیواد کې د بې شمیره ترینګلتیاؤ لامل شوي او باید د پرَدَیو لاسونه لنډ شي .هیڅکله هم پرَدي نه دی توانیدلي امنیت رامینځةکړي او نه امنیت رامینځةکونکي وو ، او د پرَدیو رول لوبونې او شتون دوام هیڅکله هم نه منو .
د اسلامي ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې په افغانستان کې د ترهه ګرو شتون،نه یوازې ددغه هیواد لپاره بلکې دسیمې لپاره هم خطرناک دی، ووئيل؛ نن سبا امریکایان چې داعش ئې پنځولی او له دې وروسته چې په عراق او سورئې کې د شرارت سبب شول،، نو په افغانستان کې ئې ددیره کولو هڅه وکړه .
ډاکټر ریئسي همداراز له دوست او هم ژبې هیواد تاجیکستان سره داړیکو پراختیا او ژورتیا باندې ټينګار وکړ او وې وئيل ، د دو اړو هیوادونو داړیکو نوی سپرکی په پلیدا دی او هیله مند یم دغه سفر د تهران او دوشنبې په ملګرتیا او اړیکو کې مهم ټکی شي .
د تاجیکستان ولسمشرامامعلی رحمان هم په دغه ګډ خبری کنفرانس کې ایران دتاجیکستان یو دوست او همزبان هیواد وبالۀ او د ایران او تاجیکستان د دوو ملتونو ترمینځ ډیرو دیني او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره ، داړیکو په لازیاتې پراختیا او ژورتیا ټينګار وکړ .
امام علی رحمان همداراز په افغانستان کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره ووئیل ، په افغانستان کې د بشپړ سولې اوثبات ټينګیدا غواړو او باؤري یوو په افغانستان کې آرامښت د سیمې دامنیت دتامینیدا ضامین دی او په افغانستان کې ټولشموله او پراخ بنسټه حکومت جوړیدا په دغه هیواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټينګیدا لپاره اساسی عامل ګڼو.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i105780