ایکناخبری آژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ ، په دغه نړیوال نندارتون کې به تر درو ورځو پورې له مختلفو هیوادونو د حسیني اربعین دعکس نړیواله جایزه ګټونکي د شپږو پړاؤنو غوره شوي عکسونه نندارې ته وړاندې شي .
د حسیني اربعین د عکس دغه نړیوال نندارتون د وږي دمیاشتې له ۲۹ یعني له ننه د وږي د میاشتې تر یودیرشمې نیټې پورې د عراق د فرهنګ وزارت په ستر هال کې د عراق د کلتوري میراث او ټوریزم او فرهنګ د وزارت په مشارکت سره، په بغداد کې د ایران د کلتوري خونې په همت ترسره کیږي .
د اسلامی ارتباطاتو او کلتوري چارو اداره د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه السلام د اربعین یا څلویښتۍ دبې مخینې او ارزښتمند معنوي ظرفیّت ته په پام سره چې له درستې نړۍ د هغه بزرګوار د مینه والو له میلیوني لاریون سره په یووخت دی ،د ۱۳۹۲لمریز کال کې دیوې ملی سیالۍ د ترسره کولو فیصله وشوه ،څو ددغه لوي کلتوري ،دیني او نړیوال نندارتون ځلاګانې په لاښه ډول نړیوالو ته ورمعرفي کړي .په دې اړه به جایزې هم ګټونکو ته ډالۍ شي .