IQNA

 ایران او پاکستان د سیمې د مشکلاتو له حل کولو سره مرسته کولی شي

21:32 - September 21, 2021
د خبر لمبر: 3484670
تهران (ایکنا) -په پاکستان کښې د ایران سفیر محمد علي حسیني په اسلام ابادکښې ددغه هیواد د پوځ د ملي دفاع د پوهنتون د محصیلینو په ټول کښې د پاکستان او د ایران د اړیکو او په دې زمینه کښې د نظر د تبادلې په هکله موجودو خلکو ته وینا وکړه .

ایکناخبري آژانس د پارس ټوې ډې له قوله راپور راکړپه پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر سید محمدعلي حسیني په سیمې کښې د سولې او د ثبات له رامینځته کیدا او په تیره بیا د افغانستان دحالاتو له تثبیت سره دمرستې لپاره د تهران او د اسلام ابادپه ګډې لیدتوګې باندې ټینګار سره وویل د هوساینې او د پراختیا ګډوهدفونو ته رسیدل او دسیمې له کړکیچونو څخه د وتلولاره د تهران او د اسلام اباد د ملګرتیاوپراخول دي .

په پاکستان کښې د ایران سفیر محمد علي حسیني په اسلام اباد ښار کښې د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو د ملي دفاع د پوهنتون د محصیلینو په ټول کښې د پاکستان او د ایران د اړیکو او په  دې زمینه کښې د نظر د تبادلې په هکله موجودو خلکو ته وینا وکړه .

حسیني دغه راز د ایران د ا سلامي جمهوریت او د پاکستان ترمینځ د تاریخي ، کلتوري او د ژبني پیوندونو اهمیت او د اقتصادي او د تجارتي اړیکو پراختیا ، سیاسي ، ډیپلوماټیکې ، دفاعي او امنیتي ملګرتیاوې بیان کړې .

په پاکستان کښې د ایران سفیر حسیني د فلسطین له ملت څخه د ایران داسلامي جمهوریت د حکومت په پرله پسې ملاتړ او د صهیونیسټ نیواکګر او ماشوم وژونکي رژیم په وړاندې د فلسطین د مقاومت ډلو په حمایت باندې ټینګار سره وویل د فلسطین مسله او په نولس سوه اته څلویښتم (۱۹۴۸) میلادي کال کښې د صهیونیسټ رژیم د رامینځته کولو شرایط د اسلامي دنیا ترټولو مهمه مسله ده .

له تیر کال راهسې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موضوع او د سیمې د ځینو عربو هیوادونو له سازباز څخه ډک کړچار په اسلامي هیوادونو کښې د مقاومت د نوي مرحلې د بڼه د خپلیدا سبب شوي ده .

په پاکستان کښې د ایران سفیر حسیني د یمن د کړکیچ په هکله هم وویل له اوو (۷)کلونو وروسته د یمن د کړکیچ نه حل کیدل او د اغیز شیندونکی اوربند نه ټینګیدل په سیمه کښې د بشر دوستانه کړکیچونو د نور خرابیدا سبب شوي دي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i105924

captcha