ایکناخبري آژانس د امام علی چینل له قوله راپو ر راکړ په نجف اشرف کې د علوی سپڅلي آستان د قران کریم د مرکز مدیر احمد النجفی په يولړ څرګندونو کې ووئېل، دغه نوی جوړ شوی انترنیټی سایټ او اپلیکیشن د قرآنی کلتور د خپریدا ، له ټیکنالوجۍ څخه د استفادې او په هغو کارونو کې ئې د کارولو په موخې سره چې په دنیا او آخرت کې ښه دي او اجر لري،جوړ شوی دی او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډیری مومنان پکې برخه اخستلی شي.
هغه ددغه سایټ او اپلیکیشن د. کارونې په باب هم ووئیل، د قرآن دغه څتمونه، په مختلفو شکلونو ویشل شوي ده چې د قران د صفحو، آیتونو او سپارو په اساس ده او قرائت شوي برخې هم له نورو برخو جلاکیږي. په دغه سایټ کې د نړۍ د سترو سترو قاریانو په غږ سره د تلاوتونو فایلونه موجود دي چې په دغه پلان کې ګډون کونکي د خپلې ګروهنې او خوښې په اساس او د قران د سم تلاوت لپاره له هر يوه قاری او فایل استفاده کولی شي.النجفي په دغه سایټ کې د کارول شوو رنګونو په باب هم توضيح ورکړه او وې ویل،شین رنګ ښئ چې دغه برخه نه ده لوستل شوي او ورباندې کلیک کولو سره دا سور رنګه کیږي چې دا ښئ دغه برخه لوستل شوې ده . پر دې اساس څوک چې د قرآن د تلاوت لپاره تیار نه وي ،نو باید ورباندې کلیک ونه کړي.د قران په مکملیدا سره به هم ګډون کونکی د مکمل قران د تلاوت کونې اجر ترلاسه کړی او هم به نوي ختم ته منتقل شي.
د قرآن د ختم په دغه پلان کې له ګډون سره دلچسپی لرونکي د دغه لینک له لارې اقدام کولی شي. https://quran.imamali.net/khatma
https://iqna.ir/fa/news/3999124