ایکناخبری آژانس د علوی آستان د قرآن کریم دمرکز له قوله راپور راکړ، د علوي آستان دموکب مسئ،ل محسن الخاقاني نن په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، هغه قرآني –علمی غونډې چې په خصوصي توګه دحسیني غورځنګ په ارتباط ترسره کیږي ،، دعلوي آستان د قرآني مرکز دموکب د فعالیتونو یوه برخه ده چې د د عالمانو په تفسیر کې د حضرت امام حسین او حضرت امام سجاد علیهم السلام دتفسیري روایتونو په عنوان سره ترسره ترسره کیږي . هغه ددې غونډې په باب چې سږکال دحسینی اربعین د لاریون په لاره کې ترسره شو ، زیاته کړې ده ، ددغې ناستې ویناوال ډاکټر عصام کاظم الغالبي ؤ چې ددغه تفسیر دروایتونو په باب ئې وینا وکړه او د اهل تسنن د تفسیرونوله مخې ئې د دغو دوو امامانو دسیرت د ځانګړنو په باب رڼا و اچوله .
هغه په عین حال کې زیاته کړه ، دحسینی اربعین دمشي د زیارتوالو په لاره کې به دغه شان نوره غونډې هم دقرآني څیړاندو او متخصصانو په ملګرتیا سره ترسره کړي .