IQNA

ایران له عربستان سره  دوه اړخیزه رغنده خبرې اترې درلودلی دي

16:41 - September 23, 2021
د خبر لمبر: 3484677
تهران (ایکنا) -دغه خبرې اترې  هیڅکله دریدلي نه دي او د ایران د دیارلسم حکومت  واک ته له رسیدا وروسته  هم په مناسبه سویه پيغامونه ردوبدل شوي دي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده د ایران او عربستان د خبرواترو د وروستي وضعیّت په باب نن له ایرناخبری آژانس سره په یو لړ څرګندونو کې   دې ته په اشارې سره چې  په تیرو څو میاشتو کې مو په بغداد کې  دعربستان له حکومت سره د خبرواترو  په څو پړاؤنو کې رغنده خبرې اترې کړي دي ، زیاته کړه ،  دفارس خلیج د امنیت په باب هم په خبرواترو کې ډير جدي  پرمختګ شوی دی .

خطیب زاده ټينګار وکړ ،دغه خبرې اترې  هیڅکله دریدلي نه دي او د ایران د دیارلسم حکومت  واک ته له رسیدا وروسته  هم په مناسبه سویه پيغامونه ردوبدل شوي دي .

 د ایران د خارجه وزارت ویندوي ووئیل  که دسعودي عربستان پاچائي حکومت د ایران د اسلامی جمهوریت دغه پیغام ته جدي پام وکړي چې په سیمې کې  دمشکلاتو حل لاره،پخپله  دسیمې په داخل کې ده،او باید  یوه ټول شموله سیمه ایزه لاره چار ه ورته انځور کړو،  نو مونږ هم د سیمې د  دوو مهمو هیوادونو  یعني دایران او عربستان ترمینځ ښه او تل پاتې رابطه درلودلی شو .

 د سعودي عربستان  پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز بیګا  دملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې  په خپلې ویډیوئي وینا  کې  هیله ښودلې چې  له ایران سره ئې د خپل هیواد خبرې  د باؤر جوړنې  لامل شي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106008

captcha