ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ و د لبنان خاورې ته د ایران د سونګو د څلورم کاروان له رسیدا وروسته د دغه هیواد رسنیو وویل د ایران د سونګو پینځم کاروان هم لبنان ته رسیدلی دی .
د لبنان خاورې ته د ایران د سونګو کاروانونه په داسې حال کښې رسیږي چې د حزب الله مشر حسن نصر الله د حسیني عاشورا په مناسبت په خپلې وینا کښې له ایران څخه لبنان ته د سونګو د کشتیو د ورتلو خبر ورکړی و .
لبنان د امریکا د بایکاټونو په نتیجه کښې له تیر یونیم کال راهسې د سونګو د کمښت په شمول د اقتصادي حالاتو له خرابیدا سره مخ دی او د لبنان د ارګانونو د دړې وړې کیدا د مخنیوي او د کړکیچ د کنټرولولو لپاره د لبنان یوشمیر تاجرانو د حزب الله په مرستې سره له ایران څخه سونګ او پیټرول اخیستي دي .
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله په نوي وینا کښې په دې خبرې سره چې د ایران د سونګو وړونکي کشتۍ به هم په راتلونکو څو ورځو کښې د سوریې بانیاس بندر ته ورسیږي وویل له ایران څخه د پیټرولو د دریمې (۳) کشتۍ د استولو لپاره اداري سریزې هم ترسره شوي دي .
په څلورمې (۴) کشتۍ به ګازویل (Gasoline) وي او وروسته به واستول شي .