ایکناخبری اژانس د عراق د واع له قوله راپور ورکړ د عراق د کربلا والي پرون په یوې اعلامیې کې وئيلي ، ددې په خاطر چې دکربلا معلی ښاریزو ،امینیت ادارط او دخدمت کونکو اورګانونو پرسنل وتوانیږي ، دحسیني اربعین زیارتوالو سره لا زیاتې مرستې وکړي او ورته خدمتونه وړاندې کړي د کربلا ولایت حکومتي ادارې به سر له ننه چټي وي .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي چې دکربلا ولایت امنیتی ،خدماتي ، روغتیائي ادارې ، بانکونه ، او د حسیني اربعین د زیارت ددستورو ترسره کونکي مسئولان به له د غو چټیانو مستثنا وي .
له دې مخکې هم دنجف اشرف ولایت مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئیلي وو ، چې ددغه ولایت درستې ادارې ، له خدماتي ادارو پرته دستمبر له شپږویشتمې تر دیرشمې پورې چټي وي .
داپه داسې حال کې دي چې دعراق په درستو ولایتونو کې دحسیني اربعین دزیارتوالو د خدماتو او امنیت د ټینګولو لپاره درستې حکومتي ادارې لاس په کار شوي دي او هڅه کوي و دزیارتوالو په لارو کې هیڅ ډول خنډ او ستونزه رامینځةنشي ، چې په دې اړه ئې امنیتی تابیاوې هم لاسختې او زیاتې کړي د ي.