IQNA

 له هیوادونوسره ملګرتیا باید د متقابل احترام په اساس وي

21:04 - September 26, 2021
د خبر لمبر: 3484691
 تهران (ایکنا) -د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه،د ایران د ملت په وجود کې د خپلواکۍ او آزادۍ روح دی او هرکله چې احساس کړي ، بل هیواد سرزروي کوي،نو پیټی ئې نه وړي او عکس العمل ورته ښئ .

ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله  راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي نن  په تهران کې د انګریز نوي  سفیر  له خوا د باؤرلیک  د ترلاسه کولو په وخت ، خپلواکي او آزادي ، د ایران د ولس اصلي شعار وباله او ټینګار ئې وکړ،زمونږ هیواد حقیقتا خپلواکه دی  او  دمونږ خپلواکي کومه ادعا نه ده او تاسو  هغې ښې آشنائۍ  ته ئې  له فارسي ژبې سره ئې لرئ،باید په ایران کې ددغو کلمو واقعي معنا  خپلو واکوالانو ته  بیان کړئ ږ

د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړه،د ایران د ملت په وجود کې د خپلواکۍ او آزادۍ روح دی او هرکله چې احساس کړي،بل هیواد سرزروي کوي،نو پیټی ئې نه وړي او عکس العمل ورته ښئ .

  ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې له ایران سره د ملګرتیا او کار کونې لپاره تر ټولو ښه روده،د متقابل احترام اصل دی ووئيل؛د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله ناسمې او د حق په خلاف خبرې نه مني او اروپا او لویدیخ دخپلوتجروبو په اساس باید ایران ته د یوه خپلواکه هیواد په توګه  وګوري .

 ډاکټر  ابراهیم ریئسي  دې خبرې ته په اشارې سره چې  نن سبا بشری حقوق  هیوادونو ته د ګوزار ورکولو لپاره  په یوې سیاسی حربې او آوزار بدل شوي دي ،  ووئیل ، مونږ  ځانونه پابند ګڼو د خپلو دیني اعتقاداتو او باؤرونو په اساس  د انسان حقوقو ته  احترام وکړو  او تاسو پوهیږئ  دبشری حقوقو ډير مدعیان  له خپلو ملتونو سره څرنګه چلند کوي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106134

captcha