IQNA

د افغانانو پيژندپاڼې او پاسپورټونه بدلیږي

21:40 - September 27, 2021
د خبر لمبر: 3484694
 تهران (ایکنا) -دطالبانو د فرهنګ وزارت مرستیال سرپرست  زیاته کړې ده ، دم ګړۍ هغه مدرک چې  د افغانستان پخواني حکومت صادر کړي ، باؤري  او قانوني دي .

 ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ و د طالبانو ډلې ویندوي ذبیح  ا... مجاهد  نن سهار په یولړ څرګندونو کې  په نزدې راتلونکي کې د افغانستان د ښاریزو  د پيژندپاڼو او پاسپورټونو د بدلیدا دا حتمال خبر ورکړ او وې وئيل ،  ممکنه ده د ،  افغانستان اسلامی امارت  نامه ، د افغان ښاریزو پر پيژندپاڼو او  پاسپورټونو ولیکل شي .

 د طالبانو د فرهنګ وزارت مرستیال سرپرست  زیاته کړې ده ، دم ګړۍ هغه مدرک چې  د افغانستان پخواني حکومت صادر کړي ، باؤري  او قانوني دي .

 د اګست په پنځلسمه   نیټه پر کابل د طالبانو  له ولکې وروسته په افغانستان کې  دپيژندپاڼو صادرولو او دپاسپورټونو ادارې  هماغه راز تړل شوي دي .

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106166

captcha