ایکناخبری اژانس د اخبار الیوم له قوله راپور راکړ ،فاطمه عاطف البنداري د مصر په الوادي الجدید ولایت کې د الخارجه ښار اوسیدونکي څوارلس کلنه زده کونکې ده چې ددغه ښار د الازهر د ښونځي په اتم ټولګي کې زده کړې کوي .
فاطمه چې د الازهر د قرآن کریم د حفظ په سیالۍ کې ئې لومړۍ جایزه ګټلې ده ،یو ورور هم لري چې د ښونځي په اوم ټولګي کې درس وائی او د درست قرآن حافظ دی .د دوي پلار د غاښونو ډاکټر دی او د الوادي الجدید ولایت د روغتیائی چارو د ادارې د ایمرجنسۍ د برخې مشر دی ا و د دوي مورهم چې دکورچارې پر مخ بیائي،د تجارتي چارو کارپيژانده ده او ترجیح ئې ورکړی د خپلو بچیانو دښونې او روزنې چارې پرمخ بوځي.
د فاطمه پلاروائي ، فاطمه کله نهه کلنه وه ، نو دقرآن کریم حافظه شوه .دی وائي له دوه کلنې راهسې مو خپل بچي ته ټبلیټې او قرآني قلمونه اخستي وو څو دقرآن کریم تلاؤت په شفاف او ساده انداز سره زده کړي . د فاظمه مور هم په کور کې د قرآن کریم د تلاؤت د غږ په دوامدار ډول د آوریدو ډير اهتمام کړی چې دې چارې دقرآن کریم په حفظ کې د هغې پر بچیانو ډيرې اغیزې شیندلي دي .
فاطمه چې د اسلام د ګران پیغمبر دڅه دپاسه شپږ زره حدیثونو حافظه هم ده ، په سعودي عربستان کې ئې د حدیثو د حفظ کولو په سیالۍ کې هم لومړۍ جایزه ګټلې ده .