IQNA

  په نایجریا کښې به هیڅوک د حسیني اربعین د دستورو مخه ونه نیول شي

15:58 - September 30, 2021
د خبر لمبر: 3484715
تهران (ایکنا) -شیخ ابراهیم زکزاکي ټینګار وکړ په دغه هیواد کښې د حسیني اربعین لاریون به د حضرت امام مهدي علیه السلام تر ظهور پورې دوام ولري .

د نایجریا د اسلامي غورځنګ مشر پرون ناوخته د ایران له پریس ټي وي خبری چینل سره په مرکه کښې وویل د حسیني اربعین د لاریون مراسم به د  حضرت امام مهدي علیه السلام تر ظهور پورې دوام ولري له دې ورتیر چې د نایجریا پوځیان په دغو مراسمو حملې کوي او که نه .

د نایجریا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د دغه هیوا پولیسو په تیرې سه شنبې  ورځ په هیواد کښې د حسیني اربعین په ماتمیانو باندې حملې سره کابو اته (۸) کسان شهیدان کړل .

د نایجریا پولیسو اوعسکرو هم د دوه زره پینځلسم میلادي کال د دسمبرپه دیارلسمه نیټه په کادونا ولایت کښې په زاریا ښارکښې په بقیه الله امامباړې باندې په څاروي ډوله برید سره د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکي د دریو زامنو په شمول په سلګونو کسان شهیدان کړي وو .

د نایجریا امنیتي ځواکونو په دغه ورځ د اسلامي غورځنګ مشر شیخ ابراهیم زکزاکي او د هغه میرمنه هم نیولي وو .

په تیرو څو کلونو د نایجریا په مسلمانانو او حسیني عزادارو باندې د امنیتي ځواکونو حملې چې د سعودي عربستان، صهیونیسټ رژیم ،امریکا او د بریتانیا په حکم سره ترسره کیږي د سلګونو کسانو د شهادت سبب شوي دي .

https://parstoday.com/ps/news/world-i106286

captcha