IQNA

 ایران له اټومي موافقې ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني .

19:41 - October 01, 2021
د خبر لمبر: 3484721
 تهران (ایکنا) -د افغانستان په راتلونکي کښې باید د خلکو غوښتنه او اراده محققه شي او ټول شموله حکومت چې د قومي او د نفوسو د جوړښت انعکاسونکی وي جوړ شي او دغه هیواد بیا د هیڅ هیواد اډه جوړه نشي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قو له راپور راکړ  د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار خطیب زاده چې د سولې لپاره د نوماندانو د نړیوالې غونډې په چوکاټ کښې یې پاریس ته سفر کړی دی  د فرانسې له لومونډ ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل ایران د اټومي خبرو اترو د دوام په څرنګوالي باندې د غور کولو په حال کښې دی او دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې دغه خبرې اترې په حتمي ډول ترسره کیږي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند خطیب زاده وویل امریکا داسی لوري ده چې له اټومي تړون څخه وتلي ده ، یو اړخیزه بایکاټونه یې لګولي دي ، د ایران خلک یې کړولي دي او د ایران اقتصاد ته یې په میلیارډونو ډالره تاوانونه رسولي دي او واشنګټن  نه یوازې ایران بلکې هغو متحدانو ته چې غوښتل یې له ایران سره تجارت وکړي ګواښ کړی دی .

هغه وویل امریکا هماغه راز بایکاټونو ته د دباو د اړم او د اوزار په توګه ګوري .

د ایران د  خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د اروپايي هیوادونو لخوا ورکړل شوي ژمنې نه دي محققې شوي او بیا هم اروپايي هیوادونه په اټومي تړون کښې د ایران د ژمنو په کمیدا اندیښمن دي او تر ټولو کوچنۍ خبره چې کولی يې شو دا ده چې دغه شرایط که چیرې و نه وایو ظالمانه دي خو غیر منصفانه دي .

هغه وویل ایران په سوریې کښې دی د دې لپاره چې دغه هیواد د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شوی و او د سوریې حکومت له ایرانه غوښتي وو چې سوريې ته ورشي هماغه ډول چې روسیه په سوریې کښې ده .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل د افغانستان په راتلونکي کښې باید د خلکو غوښتنه او اراده محققه شي او ټول شموله حکومت چې د قومي او د نفوسو د جوړښت انعکاسونکی وي جوړ شي او دغه هیواد بیا د هیڅ هیواد اډه جوړه نشي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106332

captcha