ایکناخبری آژانس راپور راکړ داسلام دین یو هغه آسماني دین دی چې په جاپان کې پيژندل شوی دی . سره له دې چې په دغه هیواد کې مسلمانانو آبادي ډيره لږه ده ، خو د دوي آداب او دستورات، دجوماتونو او د ټولنو په پراخو تبلیغاتو سره تر ډیره حده ددغه هیواد په خلکو پيژندل شوي دي .
د جاپان لازیات نفوس هغې میرمنې جوړوي ، چې له مسلمانو مهاجرو سره د وادو له لارې ئې اسلام منلی دی . په جاپان کې اسلام د یوه لږکي دین په توګه دی او د جاپان د مسلمانانو واقعي تعداد نامعلوم دی ، البته ځيني په دغه هیواد کې د مسلمانانو شمیر له پنځوسو زرو تر اویا زره نفوسو پورې اټکل کوي چې دهغوي نوي فی صدي کسان کډوال او یا د کډوالۍ سره اړونده کسان جوړوي . په جاپان کې لازیات مسلمانان ، د ټوکیو او کوبه په څير په ښارونو کې ژ،ند کوي او دجاپان لومړنی جومات هم پّ کوبه ښار کې جوړ شوی دی .