ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ،د صفرې میاشت ختم شوي او د ربیع الاول مبارکه میاشت پیل شوې ده ،دغه میاشت د زړونو سپرلی هم بلل شوی . یوه داسې میاشت چې د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه زوکړه هم په همدې میاشت کې ده او دا به د اسلامی امت دوحدت ، اخلاقو ،مهربانۍ او د یوه بل داحترام ځيری وي . دا میاشت هماغه شان چې له نامې ئې معلومه ده ، دمیاشتو سپرلی دی ، ددې لپاره چې په دې کې دخداوندمتعال د رحمت آثار ښکاره دي .
د ربیع الاول میاشتې لومړۍ شپه لیلةالمبیت نومیږي ،هغه شپه چې پیغمبر اکرم پکې له مکې د مدینې منورې په لور هجرت وکړ او حضرت امام علی علیه السلام د رسول ا... بزرګوار د ژوند د ساتلو لپاره دهغه بزرګوار په بسترې کې څملاست.
ددغې مبارکې میاشتې د لومړۍ ورځې لپاره ځیني مستحبات ذکر شوي دي چې په هغو کې ددغې میاشتې په لومړۍ ورځ د روژې ساتل داسلام دګران پیغمبر او دامام علی د سلامتیاد شکرانې په خاطر او دغه راز په دغې ورځې د پیغمبر کرم اود امام علی علیهم السلام د زیارت لوستل شامل دي اوددغو مستحب عملونو دترسره کولو ډيره زیاته سپارښتنه شوې ده. البته په دغې ورځې غسل کول او دعطرو لګول هم ډير زیات ثواب لري وزه.