IQNA

پاکستان به د افغاانستان په باب د امریکا دباونو ته تسلیم نشي

14:13 - October 08, 2021
د خبر لمبر: 3484756
تهران (ایکنا)-د پاکستان دخارجه وزارت ویندوي ټینګار وکړ اسلام اباد به له افغانستان سره په تعامل او له دغه هیواد سره په مرسته کښې د امریکا  دباو  ونه مني  .

ایکنا خبري آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان د باندنیو چارو د وزارت ویاند تائید کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت قائم مقامه  میرمن وینډي شیرمان د یوه پلاوي په مشرۍ پرون اسلام اباد ته رسیدلي ده  .

د امریکا ددغې لوړرتبه چارواکې دغه سفر په داسې حال کښې کیږي چې د افغانستان په هکله د پاکستان او د امریکا اختلافات زیات شوي تردې چې اسلام اباد له واشنګټن سره په کړچار کښې د اختلاف په لرلو اعتراف کړی دی .

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی امریکا نه غواړي د نړیوالې ټولنې له نورو غړیو مخکې د طالبانو موقته حکومت په رسمیت وپیژندي بلکې غواړي د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ، د بشري حقوقو ، انجونو ته د زده کړې او ښځو ته د کار د اجازې د ورکولو په شمول په بحث رامینځته کونکو موضوعګانو کښې د طالبانو د دریځ د نرمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي .

پاکستان ته د امریکا د خارجه وزارت د قائمقامې میرمن وینډي شیرمان سفر د جوبایډن واک ته له رسیدا او په افغانستان باندې د طالبانو د کنټرول له ترسره کیدا وروسته اسلام اباد ته د امریکا د دغه ډیپلوماټې لومړنی سفر ګڼل کیږي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i106598

captcha