IQNA

د افغانستان په  کندوز کې په جومات کې چاودنې د سلګونو لمونځ ګذارو وینه وبهوله

15:48 - October 08, 2021
د خبر لمبر: 3484757
تهران (ایکنا) – دافغانستان دکندوز والایت په اسد آباد ولسوالۍ کې د شیعیانو په جومات کې په بم چاودنې کې تردې دمه ۲۲لمونځ ګزار شهیدان اوڅه دپاسه  نوي نور ټپیان شول .

ایکناخبری آژانس  دایرانا له قوله راپور راکړ، د افغانستان په کندوز ولایت کې د اسد آباد ولسوالۍ په جامع جومات کې د جمعې لمونځ پکې ترسره کید،یوه زوروه چاودنه شوې چې د تر خبر ترمخابیره کیدا پورې پکې دوویشت لمونځ کونکي شهیدان  او کابو  نوي نور ټپیان شوي دي چې  وئيل کیږي ، په شهیدانو کې ماشومان هم ترسترګو کیږي .   په راپور کې  وئيل شوي دي ممکنه ده د شهیدانو شمیر نوره هم زیات شي . ددغه جنایت پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته دڅو جنایتونو چې  د سلګونو کسانو وینه پکې بهیدلې ده ، داعشي تکفیریانو  ئې پړه په غاړه اخستې ده . له دغه جنایته مخکې تیرې اونۍ کې په کابل کې هم دیوه جومات مخې ته  په ځان وژونکي حملې کې کابو دیرش کسان شهیدان او څه دپاسه اتیا نور ټپیان شوي وو .

 د طالبانو ویندوي ذبیح الله مجاهد ددغه جنایت په محکوم کولو سره وئيلي دي ،ددغه جنایت عاملان به له سزا بچ پاتې نشي او دا هغه جنایتکار دي چې د بې ګناه مسلمانانو په نښه کولو سره د خپلو اربابانو خدمتونه کوي. په جومات او عبادتځاي کې دغه شان جنایت  اسلام خو پریږده چې له انسانیّت سره هم اړه نه لري .وئيل کیږي ، دطالبانو ځانګړی ځواک سیمې ته رسیدلی او شهیدان او ټپیان ئې روغتونونو ته منتتقل کړي دي البته په سیمې کې وضع تر ډیره حده ویرجنه شوي ده . 

https://www.irna.ir/news/84496897/%

captcha