ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په بیروت کې په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې سره چې د تهران او د ریاض خبرې په سمه لاره کښې حرکت کوي وویل ایران او سعودي عربستان په ځینو موردونو کښې موافقو ته رسیدلي دي .
هغه نن له المیادین ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د سعودي عربستان او د ایران د خبرو په هکله وویل د دواړو هیوادونو خبرې په سمه لاره کښې روانې دي او مونږ ډیرو خبرو ته ضرورت لرو
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ایران او عربستان په ځینو زمینو کښې موافقو ته رسیدلي دي او مونږ د دغو خبرو هرکلی کوو .
هغه وویل له سعودي عربستان سره د ایران خبرې د سیمې په ګټه دي او دغه رغنده خبرې دي او ایران او عربستان دوه (۲)مهمه هیوادونه دي او د سیمې د امنیت په تثبیتولو کښې اهمیت لرونکی رول لري .
هغه اټومي خبرو ته په اشارې سره ټینګار وکړ مونږ به خپل وخت په خبرو سره ضایع نکړو او که چیرې امریکا اټومي موافقې ته د ستنیدا لپاره جدي وي مونږ په دغه مسلې باندې حساب خلاصولی شو .