IQNA

د هندوستان په یوه صوبائي پارلیمان کې د لمونځ کوټې د تاسیس تودهرکلی وشو

17:07 - October 09, 2021
د خبر لمبر: 3484764
تهران(ایکنا) – د هندوستان د جارکنډ صوبې په پارلیماني ودانۍ کې د لمانځه د کوټې تاسیس د دغې جرګې د غړو، سیاسی لورو او ډلو ټپلو له تاوده هرکلی سره  مخ شوی دی .

ایکناخبری آژانس  راپور راکړ، دغه  د لمانځّه کوټه  د صوبائي پارلیمان په ودانۍ کې د مسلمانو استازو او کارکونکو د هوساینې لپاره تاسیس او د مختلفو ډلو ټپلو له خوا دیو ستایل شوی اقدام اعلان شوی دی .  

په ممبئ کې د ایران د کلتوري  خونې د اطلاع رسونې دادارې د اعلان په اساس ، د هندوستان د مهاراشتر صوبې د جرګې  استازي او په ممبئ  کې د سوشلیسټ ګوند(سماج وادي ) مشر ابوعاصم اعظمي  د جارکند صوبائي جرګې په ودانۍ کې  د لمانځه د کوټې  جوړیدا هرکلی کړی او دائې یو ښه او غوره اقدام بللی دی .

هغه د هندوستان د واکمن ګوند بي جې پي  درز اچونکي اونفرت خورونکي سیاست باندې په سختو نیوکو سره  ووئيل ، واکمن ګوند  په هیواد کې د فرقه پالنې او د ټولنې د پرګنوترمینځ د درز او نفرت زیاتیدا  هڅه کوي .

اعظمي زیاته کړې هروخت چې  دمسلمانانو مسئله رامینځةکیږي ،نوهڅه کوي، دهندوانو او مسلمانانو ترمینځ درز رامینځة شي څو  له دې رودې  په ۲۰۲۲کال کې  په کیدونکو انتخاباتو کې دخپلو سیاسی  ګټو لپاره ورځیني لازیاته سیاسی استفاده وکړي .

https://iqna.ir/fa/news/4003240

captcha