ایکنا خبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد قطر د باندنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد بن عبدالرحمن ال ثاني وویل دوحه د ایران او د سعودي عربستان ترمینځ د هر ډول مثبت حرکت هرکلی کوي .
هغه وویل د ابراهام په نوم سره له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه د قطر له سیاستونو سره سمون نه خوری ځکه چې د نیواکګرۍ د ختمولو لپاره هیڅ لرلید نه وړاندې کوي .
بحرین او متحده عربي اماراتود دوه زره شلم میلادي کال د سپتمبر په پینځلسمه نیټه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حکم سره په رسمي ډول په سپینې ماڼۍ کښې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه چې د اسلامي دنیا ستر اعتراض یې رامینځته کړ