ایکناخبری آژانس د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ،د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ پوځي یونټ سرایا القدس ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهیونیسټ رژيم په بندونو کې د لوږ تړکونکو بندیانو د دباع لپاره ددغه غورځنګ دعمومی منشي بلنې ته ځواب ورکړ .
ددغې مبارزې ډلې داعلامیې په پیل کې د قرآن کریم د توبې سورې ۴۱آیت ته اشاره شوې ده چې خداوندکریم ؛ «ٱنفِرُواْ خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَٰهِدُواْ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ» ( تاسو جهاد ته ووځي په داسې حال کې چې سپک ئۍ او درانۀ ، او د خداي په لار کې له خپلو مالونو او خپل ژوند سره جهاد وکړئ، چې دا د تاسو لپاره لا ښه ده ، که پوهیږئ ::::
ددغې اعلامیې په خ دوام کې راغلي دي ،مونږ په سرایا القدس یونټ کې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ دعمومی منشي برادر زیاد النخاله خبرې،چې خداي پاک دې د دي حفاظت وکړي ، ترلاسه کړي چې دهغه څه په نسبت چې د صهیونیسټي رژيم په بندونو کې د مونږ د اتل بندیانوپه سر راغلي دي ،ستر مسئولیّت حس کوي .
سرایا القدس په دغې اعلامیې کې زیاته شوې ، په همدې اساس مونږ د دښمن په زندانونو کې د بندیانو د دفاع لپاره دخپلو مبارزانو په لیکو کې عمومي غونډیدا اعلانوو او ټينګار کوو چې چمتووالی په اوج کې د خپلو رهبرانو د اشارې په تمه یوو څو عملي ګام پورته کړو.
د تیرې سه شنبې له مازدیګره ، د د وحشي نیواکګر رژيم په بندونو کې دفلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ یو سل پنځوسو اسیرانو ، د دوي په ضد د صهیونیسټي زندانونو د ادارې دغیر قانوني اقداماتو او سزاګانو ددریدا په موخې سره لوږتړ کړی دی .
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله هم تیره شپه ټینګار کړی ، چې مونږ خپل بچیان د صهیونیسټي رژيم په بندونو کې خوشي نه پریږدوڅو د دښمن په لاسونو کې قرباني شي او حتی که دغه کار د جنګ ته واریدیدا ته هم ضرورت ولري ، نو له دوي به دفاع وکړو.
په لویدیځي غاړې کې د اسلامی جهاد غورځنګ ویندوي طارق عزالدین هم بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره د دفلسطین په داخل او بهر کې پر درستو فلسطینیانو چې د دنیا په کومې سیمې کې وي، غږکړی ، د لاریونونو او یا بلې هرې طریقې سره چې وي ، د لوږ تړ کونکو فلسطینیو بندیانو دفاع ته ودانګي .