IQNA

  په افغانستان کښې د امريکا ماموريت يوه سټراټيجکه ماتې وه

16:07 - October 14, 2021
د خبر لمبر: 3484794
تهران (ایکنا) - د امريکې لوی درستيز جنرال مارک ملي په افغانستان کښې په ناکامۍ باندې په اعتراف سره وويل: په دغه هېواد کښې د امريکې فوځي شتون يوه سټراټيجکه ماتې وه.

ایکنا خبری اژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د امریکا د پوځ لوي درستیز جنرل مارک ميلي  بیګا په یولړ څرګندونو کې ،له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د وتلو په اړه وويل،د اشرف غني حکومت او پوځ ئې له هغه څه نه چې اټکل کېدۀ ډېر زر نسکور شو او دا د امريکا په امنيتي جاجونو کښې يوه ماتې ده.

له دې مخکې د امريکې د دفاع وزير جنرل لويډ آسټين هم ويلي وو چې که زمونږ فوځيان له افغانستانه  نه وتلئ ،نو د طالبانو د حملو په وجه به ئې زيات سرتاوانونه زغملي وو.

هغه په افغانستان کښې امريکائي فوځيانو سرتاوانونو ته په اشارې سره وويل په دغه هېواد کښې په شل کلن جنګ کښې دوه زره څلور سوه يو شپېتۀ امريکائي فوځيان ووژل شول او له شلو زرو  زيات نور هم ژوبل شول، نو ځکه په دغې چټکتيا سره له افغانستانه وتلو زمونږ د فوځيانو له سرساتنې سره مرسته وکړه.

 جنرال میلي وئیلي دي ،پکا ر دی دې ټکي ته اشاره وکړوو چې په افغانستان کښې د امريکې د دوو لسيزو ماتې خوړلی فوځي شتون په دغه هېواد کښې د اشرف غني د حکومت د خيانت او نسکورېدو، د ترهه ګرۍ او نشه ايزو موادو د زياتېدو، د لکونو بې ګناه خلقو د قتل عام، ناامنۍ او بې ثباتۍ سبب شو او هغه جنايتونه چې امريکې په دغه موده کښې وکړل، له چا  پټ نه دي او مجبوره شوه د اګست په مياشت کښې سپکاوي، ذلالت، سرټيټۍ او په افغانستان کښې د شوروي له ترخې تجربې څخه د درس په اخېستلوسره له دغه هېواده اوځي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106860 

captcha