ایکنا خبری اژانس راپور روکړ ود حضرت امام حسن عسکري علیه السلام قدرمن پلار حضرت امام علي نقي (ع) د خداي د ګران رسول (ص) له اهلبېت عليهم السلام څخه ؤ او مور بي بي ئې يوه عالمه،بافضيلته او د خلقو خېرخوا مېرمن وه
حضرت امام حسن عسکري (ع) د پلار بزرګوار له شهادته وروسته د مسلمانانو ديني مشري او امامت په غاړه واخېست.
د دغه قدرمن امام د نهويشتو کلونو عمر په درو پړاؤنو وېشل کيږي. لومړۍ ديارلس کلنه دوره ئې په مدينه منوره کښې تېره کړه،دويمه لس کلنۍ دوره ئې په سامرا کښې له امامته مخکې دوره ده او دريمه دوره تقريباً شپږ کاله ئې د امامت پړاؤ دی .
حضرت امام حسن عسکري علیه السلام په همداسې ورځ هم په سامرا کښې په زهرو سره شهيد کړې شو.
د ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو قدرمنو دوستانو ته په دې مناسبت تسلیّت وائي .
https://iqna.ir/fa/news/4004257/%