ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر احمد امیر آبادي فرهاني چې د پاکستان په سفر تللی،ووئيل د ایران ، چین او پاکستان ترمینځ د پارلیماني ډيپلوماسۍ داړیکو پیاوړتیا به ، د سیمې د خلکو د هوساینې لپاره د ګډ مشارکت او د درو واړو هیوادونو د اقتصادي ودې او پانګونې زمینه جوړونکي شي .
امیر آبادي فراهاني چې همدااوس د پاکستان په اسلام اباد کې دی، نن ئې د پاکستان د ولسی جرګې له مشر اسد قیصرسره هم لیده کاته کړي دي .
د ایران او پاکستان د پارلیماني دوستۍ د ډلې مشر د ایران او پاکستان دپارلیمانونو ترمینځ دغږملتیا په ضرورت په ټينګار سره ، له چین سره یو ځاي د دواړو هیوادونو د دوستۍ د ډلو ګډې غونډې وړاندیز مطرح کړ او د ایران ،پاکستان،چین ددوستۍ د ډلو د لومړنۍ غونډې دکوربتوب لپاره ئې د ایران د پارلیمان د چمتووالي خبر ورکړ .
هغه ټینګار کړی ، د ایران ،چین او پاکستان ترمینځ د پارلیماني ډيپلوماسۍ اړیکو پیاوړتیا به د درو واړو هیوادونو او د سیمې د خلکو د هوساینې لپاره ډيره ګټه وره وي .
امیر آبادي همدرااز د افغانستان بدلونونو ته په اشارې سره هم ووئيل ، د اسلامي ایران لیدتوګه په افغانستان کې د درستو قومیتونو اوډلو په ګډو سره دیوه ټولشموله حکومت جوړیدا ده .
احمد امیر آبادي فراهاني روښانه کړې ده ، ضرورت دی څو د افغانستان اوسنی حکومت له نشه ایزو موادو سره په مبارزې سره اجازت ورنکړي ،څو ترهه ګر عناصر د افغانستان له پولو د ګاونډیانو په ضد کوم فعالیت ولرل شي .
د پاکستان د ولسی جرګې مشر اسد قیصر هم په دغې کتنې کې په دې خبرې سره چې پاکستان له هر هغه وړاندیز څخه چې د سیمې د شرائطو د ښه کیدا او د خلکو د هوساینې سبب کیږي ، ملاتړکوي ،ووئيل ، د پاکستان اوسنی حکومت د سیمې د هوساینې او پراختیا لپاره د اقتصادي او ارتباطاتي ظرفیّتونو پر پراختیا متمرکز او تل له خلکو سره د خلکو ارتباط او د تجارت د زیاتیدا غوښتونکی دی . هغه همداراز د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب هم ووئيل ، اسلام اباد تل د دافغانستان د خلکو په رهبرۍ او مالکیّت سره د سولې د بهیر ملاتړ کوي .