IQNA

د چټکو عملیاتو لپاره سپاه پاسداران بشبړ تیار دي

16:39 - October 15, 2021
د خبر لمبر: 3484804
تهران (ایکنا) -د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک له ماډرن تجهیزاتو څخه په استفادې سره  توانیدلی ، په فارس خلیج او هرمز تنګي جغرافیې باندې بشپړ برلاسی ترلاسه کړي چې دا مهم نن سبا د سمندري ځواک یو  ویاړ  دی .

 

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ا یران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې  د ایران په دفاعي  سټراټژيو او سیاستونو کې، د  هیڅ یوه دښمن له خوا په هیڅ یوې سیمې کې  او په هیڅ یوې اندازې سره    هیڅ ډول عمل،  د  زغمولو وړ نه دی ، روښانه کړه ،  دغه ځواک د هرډول ګواښ لپاره تیار دی او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  دفاعي او یرغلیز قدرت    هر دښمن ته د سخت غبرګون او کلک ځواب لپاره په بشپړ ډول او چټکۍ سره تیار دی .

 سردار سلامي  چې  نن ئې  د ایران  د فارس خلیج  ټاپوګانو او  هرمز سټراټژیک تنګي کې  دیره دسپاه  سمندري ځواک د یونټونو د پوځي او دفاعي چمتووالو د سوئې د مخ په ودې بهیر  دلیدو او ارزونې لپاره  د ایران جنوب ته سفر کړی،د سپاه د سمندری ځواک  دعملیاتي یونټونو ،د پوځي توان د چمتووالو دسوئې په مثبت بللوسره ووئیل،د سپاه پاسدارانو سمندري ځواک له ماډرن تجهیزاتو څخه په استفادې سره  توانیدلی ، په فارس خلیج او هرمز تنګي جغرافیې باندې بشپړ برلاسی ترلاسه کړي چې دا مهم نن سبا د سمندري ځواک یو  ویاړ  دی .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i106916 

captcha