ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د امامت د آسمان دولسم ځلانده ستوری او د بشریّت ژغورنکی او حضرت امام مهدي (ع) د خپل پلار بزرګوار حضرت امم حسن عسکري علیه السلام د جنازې له لمونځ اداکولو وروسته دخداي په اذن سره له نظرونو غایب شو، له همدې وخته وه چې د حضرت امام مهدي دغیبت لومړنۍ پړاؤ پیل شو چې غیبت صغرا باندې مشهور دی . دغه پړاؤ له ۲۶۰هجری قمري کاله پیل شو او تر ۳۲۹قمري کال پورې ئې دوام وکړ .
په دغه پړاؤ کې حضرت امام مهدي علیه السلام دخپلو خاصو استازو په وسیله له خلکو سره په ارتباط کې تر دې چې په ۳۲۹قمری کال کې نور مستقیم نماینده معرفي نه کړ او دخداي په اذن سره د امام بزرګوار غیبت کبری پړاؤ پیل شو چې بیا به د خدا وندمتعال د ظهور تر فرمان پورې دوام ولري .
درست الهي دینونه د انسان راتلونکی روښانه ، له سولې ،صفا ، آرامښت ، امنیت او دعدالت له پراختیا سره یو ځاي ګڼي ، یو داسې آئينده او راتلونکی چې د بشریت د ژغورونکي په ظهور سره به باطل ، او ظلم او استبداد نابود شي او عدالت به خور ووور شي .
https://iqna.ir/fa/news/4004197/%D9%88%DB