ایکناخبری آژانس د اپل ایسنائيډر له فوله راپور راکړ ،د یوه نوي راپور په اساس ، د قرآن مجید( Quran Majeed)پروګرام حذفیدا ته په پیل کې د Apple Censorship په نامې سره یوه سایټ توجه وشوه،داسې سایټ ،چې په درستې دنیا کې په App Store اپل کې پروګرامونو باندې څارنه کوي.دغه اپلیکیشن په درستې نړۍ کې په اپل سټور کې موجود دی او په دې باب کابو یولک پنځوس زره کارونکو نظر ورکړی دی .
اپل شرکت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د چیني حکومتي چارواکو په غوښتنې سره ئې دغه پروګرام د غیرقانوني دینی متنونو څخه د استفادې د منع کیدونکي قانون په اساسحذف کړی ذدی .
په عین حال کې مشخصه نه ده چې دغه پروګرام په چین کې د کوم قانون خلاف ورزي کړې ده .اپل شرکت مسئولانو وئيلي په درستې نړۍ کې څه دپاسه پنځه دیرش میلیون مسلمانان ورڅخه استفاده کوي.
تر دې دمه نه د چین حکومت او نه هم اپل شرکت ددغه اقدام په باب کوم توضیح نه ده ورکړې .