IQNA

د افغانستان ترینګلتیاوې ټوله د امریکا د سیاستونو نتیجه ده

15:58 - October 16, 2021
د خبر لمبر: 3484811
تهران  (ایکنا) -د پاکستان دملی امنیت سلاکار ټینګار کړی ،امریکا نوره د تیر وخت په شان په نفوذ سره له پاکستانه خپلو موخو ته د رسیدا لپاره ناوړه استفاده نشي کولی ،بلکې دم ګړۍ حکومت،پوځي او اطلاعاتي اورګانونه په منسجم ډول د یوه بل ملاتړ کوي .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،و د پاکستان د ملی امنیت سلاکار معید یوسف پرون په یولړڅرګندونو کې ووئیل اسلام اباد له طالبانو سره دخبرواترو له کړچار ه شاتګ نه کوي ،ځکه په دې کې د مو ګټې او دسیمې امنیت  دی .

هغه د امریکایانو په لاس د افغانستان په نیواک په سختو نیوکو سره د افغانستان د اوسني بحران یوازینۍ حل لاره له طالبانوسره خبرې اترې وبللې او وې وئيل،د افغانستان په وړاندې غیرپوځي حل لارې لویدیځي نړۍ د افغانستان د موضوع په وړاندې له شرمونې ژغورلی شوه،خو له بریالیتوب پرته  او بې شرمئ سره ئې شل کلن جنګ ته دوام ورکړ، چې بلاخره نتیجه ئې ټولو ولیده .

 معید یوسف دغه راز ووئیل ،د اسلام اباد حکومت  دتیر وخت له سیاستونو څخه په عبرت اخستو سره نوي بیلګه مطرح کړې ده چې  په اساس  ئې  پاکستان هیڅکله هم له نورو سره په اړونده جنګ جګړو کې ګډون نه کوي .

 د پاکستان دملی امنیت سلاکار  ټینګار کړی ، امریکا نوره  دتیر وخت په شان   په نفوذ سره  له پاکستانه  خپلو موخو ته د رسیدا لپاره  ناوړه استفاده نشي کولی ، بلکې  دم ګړۍ   حکومت ، پوځي  او اطلاعاتي اورګانونه  په منسجم ډول  د یوه بل ملاتړ کوي .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i106940

captcha