ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د قم د علمیه حوزې طلباو په افغانستان کې د وروستیو ترهه ګرو پيښو په غندلو او د افغان ولس په دفاع کې په فیضیه مدرسه کې غونډه جوړه کړه او په دغه هیواد کې یې د ټولو مذهبونو او قومونو د امنیت د تامینولو په ضرورت ټینګار وکړ .
د افغانستان د ولس په دفاع کې د قم د عملیه حوزې د استادانو او طلباو غونډه د علمیه حوزو د مشر علی رضا اعراقی ، د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ریسه پلاوی غړی سید احمد خاتمی اویوشمیر داخلی او بهرنیو طلباو په شتون سره په فیضیه مدرسه کې ترسره شوه .
د قم د عملیه حوزې طلباو په لاسونو کې د پلې کارډونو په درلودلو سره په کندوز او کندهار کې د شیعیانو په جوماتونو کې د ترهه ګرو اقداماتو د سختو غندلو په ترڅ کې د دغه هیواد له مظلومو او بی دفاع خلکو په ملاتړ ټینګار وکړ او پر افغان موقته حکومت ئې غږ وکړ ،ددغه هیواد د رست ولس دامنیت ساتل د افغانستان د واکوالانو قانونی ، شرعي او انساني دنده ده باید جنایتکارو ته په سختې سزا ورکولو سره دې ددغه ډول جنایتونو دتکراریدا مخه ونیول شي .
د دغې غونډې په پاې کې یوه افغانستانی طلبه په دغه هیواد کې د وروستیو ترهه ګرو پیښو په غندلو کې یو پریکړه لیک قرایت کړ .