ایکناخبری اژانس راپور ورکړ ، د قالیو مختلف برانډونه تل هڅه کوي ، چې د سپورټي جامو یا یونیفورم له ډیر ګټه ور اورونق لرونکي بازار څخه لازیاته ونډه ترلاسه کړي او په دې لاره کې د لوبغاړو د کړچار د لوړولو لپاره نوي او مختلفو ټیکنالوجیو څخه استفاده کوي . په دې مینځو میان کې مسلمانې لوبغاړې هم د یونیفورم په حوزې کې له مهم ځائيګي برخمنې دي .
په کلي توګه مسلمانې میرمنې لوبغاړې له اسلامی شریعت سره اړونده قوانینو په اساس او دحجاب څخه داستفادې د ضرورت په دلیل ممکنه ده په دودو سپورټي یونیفورمونو سره د ورزش لپاره ځیني محدودیتونه ولرل شي ، خو دا موضوع سبب شوې نه ده چې میرمنې لوبغاړې له سپورټه ځانونه محرومه کړي ، بلکې مختلفو شرکتونو هڅه کړ ېده ، دخپلو سپورټي جامو یا یونیفورمونو باندې په ځينو بدلونونو سره ، خپل محصولات د سپورټي میرمنو لپاره یو ډول پوښښ رامینځمکونکي او مناسب کړي .
دا داسې موضوع ده چې دنایکي او آډيډاس په څير ستر و کمپنیانو په نظر کې دا موضوع درلودلې ده او د مسلمانو لوبغاړو د استفادې لپاره ئې ځيني یونیفورمونه پلان کړي دي ، البته له سترو کمپنیانو ورتیر ، نورشرکتونه هم شته چې په انحصاري او تخصصي توګه ئې دمسلمانانو د مخصوص سپورټي یونیفورمونه پلان او برابر کړي دي .
په ۲۰۰۴کال کې میرمن عاهده زانتي د مسلمانو میرمنو لپاره یو ډول ورزشي یونیفورم د Ahiida په تجارتي نښې سره وړاندې کړی او په نهایت کې ئې د (Ahiida Pty Ltd (AHIIDA په نامې سره یو شرکت تاسیس کړ .میرمن زانتي په همدې تجارتي نامې سره ، د بورکنیی په نامې سره خپل تر ټولو مشهور طرحه وړاندې کړه .دغه قالي چې له ډير هرکلي سره مخامخ شوی ، مسلمانو میرمنو ته اجازت ورکوي ، چې د خپلو لاسونو له پټولو پرته لمبلی شي .