ایکنا خبری آژانس دروسیا الیوم له قوله راپور راکړ شیخ الازهر شیخ احمد الطیب نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل د پيغمبرانو دخاتم دنیکمرغه زوکړې لپاره د مونږ جشن ، د یوه بزرګ لپاره د جشن په شان نه دی چې په تاریخ کې د دوي رول ختمیږي بلکې دا جشن له ټولو سره توپیر لري .
شیخ الازهر دپيغمبر اکرم د نیکمرغه زوکړې په درشل او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسی په شتون کې د یوه جنش په دستورو کې پخپلې وینا کې وئيلي دي ، دغه جشن د نبوت جشن ، د اهلی وحي ، مځکې ته له آسمانه د هغه د سفر ،په ترټولو لوړه سوه دانسان دکمال او د الهي عظمت جشن د هغه بزرګوار تر ټولو ښه ځلا او عظمت دی .
دغه جشن د خداوند متعال له اخلاقو سره د تخلق جشن دی څو لکه څنګه ئې چې انساني طبیعت زغملی شي . دا ټول د پیغمبرانو او رسولانو په فطرت کې ځلا موندلې چې خداي تعالی دوي له انحراف او شیطاني وسوسو څخه ساتلي او د دوي باطني او خارجي ذات ئې په حقیقت ، ښه والي اورحمت سره ډک کړی دی .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نیکمرغه زوکړې کلیزه او د وحدت اونۍ دې پردرستوپتمنو په تیره په تاسوخواږو دوستانومبارک وي .