ایکناخبری اژانس د انډیا ټوډې له قوله راپور راکړ، هندوستان وړاندیز کړیدی ، راتلونکی میاشت په نوی ډیلي کې د افغانستان د حالاتو په باب د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ملی امنیت دسلاکارانو غونډه ترسره کوي .
هندوستان وړاندیز کړی دغه غونډه د نومبر په لسمه او یولسمه نیټه ترسره کړي . چین ، پاکستان او روسیه دغې غونډې ته بلل شوي دي . د پاکستان د ملی امنیت سلاکار معید یوسف ته دغه بلنه لیږدول شوې ده .
دغه بلنه په داسې شرائطو کې ده چې د هند او پاکستان په پولو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ تاؤتریخوالی هم زیات شوي ،خو سرچینې ټينګار کوي چې باید درست اړونده لوري د طالبانو په وسیله د افغانستان په کابل باندې له ولکې وروسته په دغه هیواد کې د نزدې احتمالی انساني او امنیتي بحرانونو د له مینځه وړلو لپاره سره ملګرتیا وکړي .
د هندوستان خارجه وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځې وئيلي دي چې دغه هیواد په ماسکو کې د اکتوبر په شلمه نیټه د افغانستان د بدلونونو په باب په کیدونکي ناستې کې ګډون کوي .