IQNA

 په اوسمهاله نړۍکې د اسلامی وحدت د ضرورتونو په باب نړیوال سمینار ترسره کیږي

15:47 - October 19, 2021
د خبر لمبر: 3484825
تهران (ایکنا)-  ؛ په اوسمهاله نړۍ کې د اسلامی وحدت د ضرورتونو په نامې سره د اسلامی مذهبونو د نزدیوالي د خبرواترو نړیوال سیمنار سبا د تلې دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه د اسلامی انقلاب او امام خمیني په څيړنځاي کې ترسره کیږي .

ایکنا خبری اژانس راپورراکړ،د اسلام دګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه زوکړې دشپو ورځو په دوام کې او د وحدت اونۍ سره په یووخت دغه سیمنار سبا د حضرت امام خمینی د آثارو د نشر او تنظیم  دموسیسې،دا هل بیت علیهم السلام د نړیوال پوهنتون او د ایکنا خبری آژانس له خوا په نوموړي څيړنځاي کې  ترسره کیږي .  

 په دغې ناستې کې چې سبا مازدیګر له څلورو بجو ترشپږو بجو پورې ترسره کیږي،د حضرت امام خمیني د حرم  دآستانې منجور حجةالاسلام سید حسن خمینی،د اهلبیت نړیوال پوهنتون مشر حجةالاسلام جازاري،د اسلامی مذهبونو دپوهنتون مشر بی آزار شیرازي،محمد تسخیري او همداراز  سید رضا صالحي امیري ویناوې وکړي .

همداراز په اوسمهاله نړۍ کې د اسلامی وحدت د ضرورتونو نومې نړیوال ویبینار د مازدیګر له دوو بجو تر درو بجو پورې د اسلامی مذهبونو د نزدیکیت د نړیوالې ټولنې د لوړې شورا دغړي مولوي اسحاق مدني،د لبنان د قولنا و العمل ټولنې مشر شیخ احمد القطار،د الجزایر د پوهنتونو استاد نورالدین ابولجبه او په لبنان کې د اسلامی جمهوریت د کلتوري سلایار عباس خامه یار د ویناؤ په خپریدا سره  ترسره کیږي .

یادونه کوو چې  نوموړی ویبینار  به له  www.ri-khomeini.ac.ir  ویب پاڼې هم خپور شي .  

https://iqna.ir/fa/news/4006239

captcha