ایکنا خبری اژانس د ګلوبل ویلیج سپيس له قوله راپور راکړ ، د په پاکستان کې اوسیدونکو دسیکهانو ټولنې ، د لومړي ځل لپاره د د پنجاب صوبې په جنم بو ګوردوارې کې عبدمیلادالنبی جشن ولمانځه .
په دغو دستورو کې زیات شمیر مسلمانانو او همداراز سیکهانو ګډون وکړ . دغه دستورې د پنجاب صوبې د سیکهانو د ټولنې د مشر ګوپال سنګ چولا او د منهاج القرآن موسیسې له خوا ترسره شو .ددغو ګډو دستورو موخه په پاکستان کې د دینونو ترمینځ دګډ ژوند دودول دي .
ګوپال سنګ چولا په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل ، ګوردواره نه یوازې د سیکهانو دعبادت لپاره یو ځاي دی ، بلکې په ټولو دینونو داعتقاد لرونکو لپاره یو عبادت ځاي دی . دغه جشن د مسلمانو ګډون کونکو لپاره د سیکهانو دټولنې له خوا برابر شوی او د پیغمبر اکرم د نیکمرغه زوکړې په مناسبت دعمومی جشن یوه برخه ده چې د پاکستان دحکومت له خوا ترسره کیږي .
دپاکستان لومړی وزیر عمران خان له دې مخکې وئيلي وو ، چې حکومت سږکال د عیدمیلادالنبی په ډیر دینی جوش او ولولې سره لمانځي او د تاریخ تر ټولو سترې دستورې ددغې ورځې په مناسبت ترسره کیږي .