د افغانستان په کندهار کښې د ايران د کنسولګرۍ مسئولانو وويل ،قندهار ته د ايران د بشر دوستانه مرستو د بار له خالي کولو وروسته په هماغې الوتکې کې ددغې پېښې يو شمېر زخميان د علاج لپاره ايران ته منتقل کړې شول.
ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ايران اسلامي جمهوريت له دې مخکې هم په قندوز کښې د شيعیانو په جومات د ترهه ګريزې حملې د شهيدانو د کورنيو او زخميانو لپاره دوه الوتکې بشر دوستانه مرستې لېږلې وې چې پکښې درمل، کمبلې، خوراکي مواد او د ژمي ګرمې جامې وغېره شاملې وې.
داپه داسې حال کې دي چې په وروستیو دوو اونیو کې په کندوز او کندهار کې د جمعې په لمانځه د تکفیری ترهه ګروپه غیر انساني او او وحشي ډوله