IQNA

 قرقیزستان د امریکا پوځي اډې ته هیڅ اړتیا نه لري

17:27 - October 24, 2021
د خبر لمبر: 3484846
تهران (ایکنا)  - د قرقیزستان ولسمشر صدیر جباراف په یوه خبري غونډه کښې وویل.په قرقیزستان کښې د روسیې یوه اډه موجوده ده او له امریکا سره د پوځي فعالیت د دوام په باب موافقه په ۲۰۱۴ کال کښې ختمه شوې ده.

ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د قرغزستان ولسمشر صدیر جبار اف په دغه کانفرنس کښې د امریکې د پوځي اډې په نه جوړیدو باندې پر ټینګار سربیره له فساد سره د مبارزې، د سیاحت د پراختیا، سرحدي ستونزو، له هیواده بهر ته د رسمي سفرونو لپاره د پلاننګ او د قرقیزستان د شورا د عالي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په شان موضوعاتو په هکله هم خبرې وکړې. هغه په عین حال کې جوته کړې ده،د دوي لپاره له هرڅه زیات ملی مصلحتونه اوګټې مهمې دي  او دم ګړۍ د امریکا پوځي مرکزونو  یا اډو  ته کوم  ضرورت  نه ويني .

هغه هم داشان له ګاونډي هیوادونو سره د ملګرتیا اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: چین د کرونا وبا په دوران کښې له بیشکک سره ډیره مرسته کړې ده.

https://parstoday.com/ps/news/world-i107272

captcha